د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کانتين داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون یو باب کانتين د بند سر افر په بڼه داوطلبۍ اعلان ته وسپاري.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص، چې غواړي د پورته کانټين داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د نشر له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پوري خپل غوښتنليکونه د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکانو امريت (۱۴) شمېرې اطاق ته وسپاري او د کانتین شرطنامه د (۵۰۰) افغانيو په بدل کې بې له واپسۍ ترلاسه کړي.
د پورته ذکر شوي کانټين داوطلبۍ غونډه په (۲۱) مه ورځ د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست املاکو او اسکان امریت په دفتر کې ترسره کېږي.