د افغان نړیوال پوهنتون د درې پوهنځیو فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب ترتیب او چمتو کولو پنځه ورځینی کلستر په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۰:۴۴
sdfas

د یاد کلستر په پای غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس عبدالرؤف فراهي، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي، د ملي نصاب غړو، د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو کادري غړو او استادانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د یاد کلستر د کاري کمېټو استازو خپل کاري راپورونه او وړاندېزونه شریک کړل.
ورپسې د ملي نصاب غړي داؤد شاه فاروقي د کلستر د کمېټو له کاره رضایت څرګند کړ او د استادانو فعالیتونه یې وستایل.

د غونډې په وروستیو برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وینا وکړه او افغان ولس ته یې د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراغت برنامو تحصیلي نصاب چمتو کېدو مبارکي وویله او د استادانو له زحمت ګاللو یې مننه وکړه.
ښاغلي حقاني دا چاره د هېواد د پرمختګ، پر ځان بسیا کېدو او نورو هېوادونو سره د سیال کېدو نوې درېڅه یاده کړه.
سرپرست وزیر زیاته کړه، د تحصیل په برخه کې د بهرنیو هېوادونو له کومې همکارۍ پرته دا نصاب افغان کادري استادانو د افغان بچیو د روزلو لپاره ترتیب او چمتو کړی دی.

د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو وزارت د طب، ساینسي، فارمسي، ویترنري، کمپیوټر ساینس پوهنځیو، د تخصصاتو پنځه برنامو او تازه د افغان نړیوال پوهنتون د درې فوق لېسانس برنامو لپاره د نصاب بیا کتنه، ترتیب او د چمتو کولو چارې ترسره کړي دي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS