د افغان نړیوال پوهنتون ۴۱ تنو کارکوونکو ته ۱۵ ورځنۍ سمینار پای ته ورسید

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۳۰
dfdsfdfddfssdfsd

په افغان نړیوال پوهنتون کې چې د ۴۱ تنو نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د بشري سرچینو ریاست له لوري ۱۵ ورځنۍ سمینار دایر شوی و، د تصدیق پاڼو په ویشلو پای ته ورسید.
په هغه غوڼډه کې چې په دې اړوند جوړه شوې وه، د افغان نړیوال پوهنتون معاون ډاکټر رفیع الله منیب د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست او د ظرفیت لوړونې آمریت څخه مننه او د لا نورو ورته سیمنارونو رامنځته کولو غوښتنه وکړه، د بشري سرچینو ریاست هم ډاډ ورکړ چې په ۱۴۰۲ کال کې هم ورته پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
د یادونې وړ ده چې په دې سمینار کې د، لوړو زده کړو وزارت پر جوړښت، د اداري پرسیجرونو پیژندنه، د اداري اسنادو مدیریت او مراسلات، دفتري مهارتونو، پلان جوړونې او د ملکي کارکوونکو مقررې په اړه معلومات وړاندي شول.
په پای کې د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS