د البیروني پوهنتون او پنجشیر لوړو زده کړو مؤسسې ۲۴ اداري بستونو لپاره له ۱۰۷۲ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

د یادو تحصیلي بنسټونو خالي اداري بستونو ازموينه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له لوري، چې مشري یې د یاد وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري کوله، په البیروني پوهنتون کې د دغه وزارت حقوقي سلاکار شیخ عبدالله سیحان او د ذکر شویو تحصیلي بنسټونو مسؤلینو په شتون کې واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ګډونوالو ته د ازموينې پروسې د روڼتيا ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ازموينې پايلې به ستاسو وړتيا او استعداد په پام کې نيولو سره اعلان او کار به اهل کار ته وسپارل شي.