د امیر د احکامو اطاعت، د امیر شخصیت او مقام ته درناوی او همدارنګه د خلکو او ادارې پر وړاندې د امیر مکلفیتونه د اسلام د دین له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه دي.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۷:۴
555555441205862


دغه څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون مسؤلینو او منسوبینو سره په اصلاحي او لارښوونیزه ناسته کې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په پورتنیو موضوعاتو د ټینګار تر څنګ وویل چې د یوه نظام تحکیم او اداري چارو ښه والي په موخه اطاعت، همغږي، په صادقانه او مخلصانه ډول کار ډېر اړین دی.
هغه دغه راز وویل چې امیر د خلکو او د هغه د ماتحتو پر وړاندې یو لړ مکلفیتونه لري، چې په دې برخه کې د مشورتي او نظریاتي ناستو دایرول، راپور ورکول او راپور اخیستل او نور هغه مسایل پکې شامل دي چې د ادارې فعالیتونه ښه او چټک کوي.
ورپسې د کابل د طبي علومو پوهنتون مسؤلینو او منسوبینو د کاري چارو د ښه والي او چټکتیا په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له اصلاحي خبرو څخه مننه وکړه او د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه یې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۶ هـ ق د صفرالمظفر ۱۶ مه
۱۴۰۳ هـ ش د اسد ۳۰ مه
۲۰۲۴ م د اګست ۲۰ مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS