د بدخشان پوهنتون د کمپیوتر لب څانګه پرانستل شوه
د کمپیوټر لب دغه څانګه، چې د اړتیا وړ ټولو کمپیوټري وسایلو او لوازمو لرونکې ده د اغا خان مرستندويه انکشافي شبکې د ۷۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړه شوه، چې ۳۱ پايې کمپیوټر او نور اړین ملحقات لري.
د دې کمپیوتر لب پر پرانسته د بدخشان پوهنتون د محصلانو او استادانو کمپیوټري او انټرنیټي ستونزې رفع کیږي او د زده کړیالانو د زده کړې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه پر استفادې د زده کړې زمینه برابریږي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر ژر به د بدخشان پوهنتون د استادانو د مسلکي مهارتونو د پرمختګ (PDC) مرکز پرانستل شي.