د بدخشان پوهنتون نوی ټاکل شوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۸:۴۴
س

شنبه، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰
د بدخشان پوهنتون نوی ټاکل شوی رئیس معرفيQ او په کار یې  پیل وکړ.
پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده چې د بدخشان د خلکو په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د اړتیا پر بنسټ د بدخشان پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل شوی و، رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ.
یاد مراسم، چې په همدې موخه جوړ شوي و، په کې د بدخشان ولایت ا،ا،ا ځینو مسؤلینو، د بدخشان پوهنتون علمي او اداري کارکوونکو، دیني عالمانو، ځوانانو، فرهنګي شخصیتونو او یو شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو.
د دې مراسمو ويناوالو په بېلابېلو علمي موضوعاتو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د هېواد د تحصیلي نظام د ښه والي لپاره به کار کوي.
د بدخشان پوهنتون نوي ټاکل شوي رئیس د علمي، اداري او محصلینو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
تر دې وړاندې ښاغلی قاضي زاده د دغه پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله.
ــــــــــــــــ.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS