د بنسټيزې پراختیا د حل لارو د شبکې رييس د لوړو زده کړو له وزير سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۵:۲۵
g

د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې (SDSN) رییس د لوړو زده کړو وزارت سره د یوې ویډیويي ناستې په لړ کې په هغو ستونزو او زده کړو چې وکولای شي د چاپیریال زیان کابو کړي خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر له یاد نوښت څخه په ملاتړ سره؛ د هغو پراختیاوو په تړاو چې وکولای شي د چاپیریال د ستونزو په هوارولو کې افغانستان سره مرسته وکړي د روزنې په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت برنامې بیان کړې.

د لوړو زده کړو وزیر دافغانستان وضعیت په تړاو د حل لارو په وړاندې کولو سره وویل؛ چې دلوړو زده کړو وزارت د چاپیریال ساتنې اړوند څانګو له لارې د افغانستان په علمي بنسټونو کې کولای شي؛ د چاپیریال برخه کې محصلانو ته د عامه پوهاوي په ورکولو سره هغوی د چاپیریال په تړاو ستونزو پر وړاندې بسیج کړي.

د افغانستان د تلپاتې پراختیا د حل لارو شبکې رییس، علي احمد یوسفي د لوړو زده کړو وزارت څخه په مننې سره وویل؛ چې افغانستان کې د زمینې برابرولو او حل لارو موندلو پرته تلپاتې حل لارو ته رسېدنه ممکن نده.

علي احمد یوسفي زیاته کړه چې د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې له داخلي روزنیزو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا حل لارو شبکې سره همغږي وساتل شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS