د تحصیلي بنسټونو د ښکلو هنرونو پوهنځیو د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۲۴
1552001488


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې روان کال پای ته نیږدې شوی او له نېکه مرغه موږ له خپل پلان سره سم پر تحصیلي نصابونو کار کړی دی. 
نوموړي زیاته کړه چې انسان له دریو برخو جسم، عقل او روح څخه جوړ شوی او اسلام هغه دین دی چې د درې واړو برخو اړتیاوو او غوښتنو ته حلارې لري. 
د تحصیلي نصاب رئیس وویل چې ښکلو هنرونو پوهنځی تر نورو پوهنځیو کم ارزښته نه ده او د دې پوهنځی له لارې موږ خپل کلتور او هنر بډایه کولی شو. هغه د کلسټر ګډونوالو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په نصاب کې د دیني او ملي ارزښتونو تر څنګ، تخصصي برخې ته پاملرنه وکړي او په نصاب کې د ټولنې اړتیاوو او نړیوالو معیارونو ته په کتو نویوالی راوړي. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د دغه کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ویې ویل چې په دې کلسټر کې به د نصاب مفردات تکمیل او په دریو پښتو، دري او انګلیسي ژبو  به نصاب ترتیب شي. 
د یادونې وړ ده چې په دغه پنځه ورځني کلسټر کې به د ښکلو هنرونو پوهنځیو استادانو او اړوندو ادارو مسلکي اشخاصو له لوري د نصاب بیاکتنه او پراختیا وشي. 
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۵/۸/۱۳هـ.ق ۱۴۰۲/۱۲/۵هـ.ش ۲۰۲۴/۲/۲۴م

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS