د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مختلفو څانګو څخه ۱۲سوه محصلین فارغ او د کار بازار ته وړاندې شول.
په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي او د اسلامي امارت لوړ رتبه مشرانو ګډون کړی و، چې یادو فارغانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ، د موضوع اړوند خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په ۱۳۹۷ هـ.ش کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت په نامه له پوهنې وزارت څخه بېله او اوسمهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر نامه لاندې په مستقل ډول فعالیت کوي.