د تړون عامه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقري پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې مسلم اریایي لوژیستیکي خدمتونو سوداګریز شرکت سره د بدخشان پوهنتون انجنیري پوهنځي د انټرنېټ شبکې جوړونې تړون وکړي. د یاد شرکت د جواز شمېره (67326) او د کابل ۱۳مې ناحیې، مریم لېسې په خیرخانه سیمه کې موقعیت لري چې دغه تړون (۱،۳۲۵،۰۰۰) یو میلیون او درې سوه او پینځه ویشت زره افغانیو په ارزښت کېږي.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.