د تړون ورکړې د تصمیم خبرتیا

baqir_admin
ا

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د {امنیتي پروسو (د وزارت د موټرو لپاره زغروالو دروازو له ټولو ملحقاتو سره)} پروژې تړون چې د داوطلبۍ شمېره یې MoHE/99/NCB/W-020)) ده، د «سکندریان رغنیز شرکت» ته په (۱،۲۶۷،۵۰۰) یو میلیون او دوه سوه او اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ ورکړي چې د جواز شمېره یې (۴۵۹۷۵) ده او پته یې: افغانستان، کابل، بګرام، پروان ده.

حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون له پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د کابل کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.  

دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت مرکز (۸۲) قلمه د اړتیا وړ مطبوع او غیر مطبوع قرطاسيه بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G-02   
د ۱۴۰۳هـ ش . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۹:۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د وزارت مرکز جنراتورونو او وسايطو لپاره دوه ډوله تېلو(ډيزل او پټرول) او ۲۸ قلمه روغنیاتو او فلتر بابو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون کرنې پوهنځي درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-99
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه . . .

Back to tenders