د ثانویه، عالیه او عالمیه درجو د کلنیو ازموینو د اخیستلو په موخه د ممتحنو علماوو لپاره یو ورځنی سمینار جوړ شو او دیادو شویو ازموینو د میتودونو په اړه معلومات ورکړل شول.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۵:۷
84848512


دغه ازموينې چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له خوا په ګډه اخيستل کېږي، د يادو وزارتونو مسوولينو د ازموينو د اخيستلو د پروسې په اړه ممتحنو علماوو ته معلومات ورکړل.
په دغه سيمينار کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب د ازموينې پر مهال د ممتحنو علماوو د مسووليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د دغو ازموينو اخیستل يو مهم او اساسي کار دى چې د ممتحن علما‌ء يې بايد په پام کې ونيسي.
هغه زياته کړه، په ټولو ولايتونو کې د پوهنتونونو ريسانو، د پوهنې رييسانو، د ديني جامعاتو مسوولينو او يو شمېر نورو ادارو کمیټو ته دنده سپارل شوې چې د يادو ازموينو په ترسره کولو کې همکاري وکړي.
همدارنګه په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین شیخ کرامت الله اخندزاده د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د طالب العمانو او د مدرسو او جامعو فاضلانو د ګډو ازموینو د پروسې په اړه ممتحنو علماوو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ده وويل چې د نوي طرزالعمل له مخې به د ثانویه دورې فارغانو ته د بکلوریا، د عالیه دورې فارغانو ته د ليسانس او د عالمیه دورې فارغانو ته د ماسټرۍ سند ورکول کېږي.
ورپسې د پوهنې وزارت معين مولوي سخا الله سعید، د لوړو زده کړو وزارت د دیني تخصصاتو عمومي رئیس مولوي اسدالله فرید او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل د یادو ازموینو د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د يادونې وړ ده، د طالب العلمانو او د دیني مدرسو فاضلانو کلنۍ ازموینې به راتلونکې اونۍ د شبنې پر ورځ پیل او تر شپږو ورځو به دوام وکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS