د جوزجان پوهنتون او د جوزجان ولايت د نهو اداري بنسټونو تر منځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول
هغه پروګرام چې په همدې اړه د جوزجان ولايت په مقام کې جوړ شوی و، د جوزجان پوهنتون رييس پوهندوی ديپلوم انجنير مسعود حقبین، جوزجان پوهنتون ته د ولايت له پاملرنې څخه د خوښۍ ترڅنګ د دولتي ادارو تر منځ د همکارۍ تړونونه د متقابلې همکارۍ يو اصل ياد کړ، هيله يې څرګنده کړه چې له پوهنتون سره د ولايتي رهبري ډلې او سکتوري رياستونو پرلپسې همکاري به نور د پام وړ پرمختګونه هم ولري.
ورپسې د جوزجان ولايت والي مولوي لطف الله عزيزي د جوزجان پوهنتون او دولتي ارګانونو د همکاريو د منځپانګې په اړه څرګندونې وکړې، لويو هدفونو ته د رسېدو له پاره يې همکارۍ ارزښت لرونکې وبللې.
د پروګرام په پای کې، د جوزجان پوهنتون د رييس او د افغانګاز تصدۍ، اقتصاد، ښاروالۍ، د جوزجان برېښنا شرکت، اراضي او ښار جوړونې، فوايد عامه او د کليو پراختيا رياستونو او د شمال هايدروکاربنونو او اوبو رسولو امريت تر منځ د همکارۍ د هوکړې سندونه لاسليک شول.