د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې او ورسره پلاوي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام په تالار کې ترتیب شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې ماري لوکین او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.
په دغه ناسته کې د راغلي پلاوي په مشرۍ د جینوا کال مؤسسې د اسیايي هېوادونو رئیسې ماري لوکین د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو له همکارۍ مننه وکړه.
دغه راز اغلې لوکین زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت او جینوا کال مؤسسې ترمنځ د لا زیاتې اوګډې همکارۍ په موخه د تفاهمنامې لاسلیک ته اړتیا ده او د تفاهمنامې د ترتیب لپاره یې د یوه کاري ټیم جوړېدو غوښتنه وکړه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له راغلي پلاوي د مننې ترڅنګ په هېواد کې د دوی فعالیتونه وستایل او د کاري ټیم جوړېدو، تفاهمنامې ترتیب، توحید او له توافق وروسته د لاسلیک ډاډ ورکړ.
ښاغلي حقاني دا هم وویل، چې افغانستان تازه له جنګه راوتلی دی؛ او اوس ټولو ته په کار ده چې، د هېواد په داخل او بهر کې افغانانو ته داسې زده کړه ایزې برنامې برابرې کړي، چې اسلامي او ملي ارزښتونه په کې نظر کې نیول شوي وي.
د معلوماتو له مخې، یاده مؤسسه يو سويسي بنسټ دی چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د نړیوالو قوانينو په رڼا کې د بشر دوستۍ په اړه د پوهاوي د کچې د لوړاوي په برخه کې کار کوي.