د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په مناسبت د کانونو ریاست او شیخ زاید پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۱:۳
ل

 د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په مناسبت د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې د ټولنیزو علومو اړوند تاریخ او جغرافیې څانګې او د خوست ولایت د کانونو ریاست سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د یادې ورځې په اړه سیمینارونه وړاندې شول.

په سیمینار کې د پوهنتون علمي مرستیال شفیع ګل شفیقي، مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، د کانونو رییس لایق محمد او د یاد ریاست اداري کارکوونکو او زیات شمېر محصلانو ګډون کړی و.

 دغه غونډه کې علمي مرستیال شفیقي په هیواد کې د جیولوجیستانو په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې، د افغانستان د جیولوجي په تاریخي شالید یې رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د افغانستان جغرافیه کې (۱۴۰۰) قیمتي منرالونه موجود دي، چې له دې جملې څخه لاجورد یې شاوخوا (۴۵۰۰) کاله پخوا د یوې قیمتي تیږې په توګه پېژندل شوي وو.

 ورپسې د کانونو ریاست اړوند انجنیر وکیل خان آفتاب له‌خوا (د خوست ولایت جیولوجي) ترعنوان لاندې د منرالوجي په برخه کې، د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد نظیرګل صدیقي د ( ډبرو دوران) په برخه کې او د خوست دارالمعلمین رییس او مشر استاد سید احمد شاه خالص د (جیوکرونالوجي) په اړه پرېزېنټېشنونه وړاندې کړل.

 د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنتون محصلانو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه ورته نور هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS