د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو یو شمېر استازو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال؛ ژمنه وکړه، چې هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره به په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

ياده غونډه چې په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم له کډوالو سره د هېواد د تحصيلي بنسټونو د مرستو له اعلانه قدرداني وکړه، ويې ويل چې د ټولنې هر وګړى مسولیت لري چې له کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز نوموړي وویل چې لوړو زده کړو وزارت د تل په څېر د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو اړتیاوې پوره او د هېواد د خصوصي تحصیلي بنسټونو اصولي غوښتنو ته به رسیدګي وکړي.
ورپسې پوهاند سید کریم شاه نیکمل د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په استازیتوب هېواد ته د راستنیدونکو کډوالو سره د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د مرستو او همکاریو د اعلان ترڅنګ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه.
نوموړي دغه راز د ملاتړ کمیسیون د غونډو د بیا پیل، د کانکور ازموینو د ځینو موادو د تعدیل، د تقرر او علمي ترفیع قانون بیاکتنې، د مالیې کمښت او د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.