د خصوصي محصلانو چارو ریاست د شاوخوا ۱۴۰ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د شتون پر بنسټ؛ دا د لوړو زده کړو

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۲:۲۷
v

21 جوزا 1401

۱۲ / ۱۱ / ۱۴۴۳

د خصوصي محصلانو چارو ریاست د وروستیو فعالیتونو راپور

د خصوصي محصلانو چارو ریاست د شاوخوا ۱۴۰ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د شتون پر بنسټ؛ دا د لوړو زده کړو وزارت د ریاستونو له جملې څخه یو پر کاره او کلیدي ریاست دی.

یاد ریاست د کمو کارکوونکو په لرلو سره بیا هم همیشه هڅه کړې، چې خپل کاري مسؤلیتونه په خپل وقت او ټاکلي زمان کې ترسره کړي.

د خصوصي محصلانو چارو ریاست په هېواد کې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د تحصیلي بنسټونو د معیاري کولو او قوانینو د تطبیق په برخو کې جدي هڅې کړي دي، چي په پایله کې یې یو شمېر بې جوازه پوهنځي او ډیپارټمنټونه چې په خپلسري ډول یې فعالیت کولو تړلي او محصلین یي هغو تحصیلي بنسټونو ته تبدیل کړي، چې قانوني مشکل یې نه درلود او د فارغ التحصیل محصلینو برخلیک په تړاو یې چارې دوام لري.

همدارنګه د خیالي محصلینو د شتون د مخنیوي په موخه، د ازموینو ملي اداره له وړاندې د طرزالعمل په اساس توظیف شوې ، ترڅو امتحانونو له یوه واحد ادرس او د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو استادانو په ذریعه واخلي، چي ورسره تر یوي اندازې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده، البته د ازموینې سیستم د لا ښه والي او بدلون لپاره په یوه داسې میکانیزم کار روان دی، چې په تطبیق سره به یې دا مسله په جدي توګه کنټرول شي.

د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ هیئت د هدایاتو او لارښوونوپه اساس او ددې ریاست د نظارت مسؤلینو په وینا،

په تېرو ۹ میاشتو کې د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو د تېرو کلونو په پرتله خپلو علمي پروګرامونو ته ډېره پاملرنه کړې او حساب ورکوونکې دي.

د خصوصي محصلانو چارو ریاست په منځني ډول ۱۶۱۹ ټرانسکریپټونه ، ۴۲۸۳ د کار موندنې فورمې، استعلام او مکتوبونه، ۴۲۱ ډیپلومونه او ۸۵۵ جلده د نتایجو ثبت کتابونه، طی مراحل کوي، چې د کارکوونکو د شمېر په پام کې نیولو سره دا لوی رقم یا شمیر دی.

دغه راز د خصوصي محصلانو چارو ریاست د خپلو چارو مخته وړلو ترڅنګ، د لوړو زده کړو وزارت د ګډو موخو ترلاسه کولو په هدف، د یاد وزارت له نورو ریاستونو سره همکاري کړې او په دې برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS