د خوست شیخ زاید پوهنتون حقوقي کلینیک کې عامه خدمتونه پیل شول

د دغه پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو محصلانو نن د عملي روزنې لپاره حقوقي کلینیک کې د خپلو فعالیتونو سربېره د عامه خدماتو پر وړاندې کولو هم پیل وکړ. یاد حقوقي کلینیک کې به د محصلانو روزنې تر څنګ؛ په حقوقي قضایاوو کې ولس ته عامه پوهاوی او د اړمنو خلکو لپاره وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې شي.
یاد خدمتونه د تجربې خاوندانو او جواز لرونکو مدافع وکیلانو له لوري پر مخ وړل کېږي چې هیوادوال کولای شي په کادري او اداري برخو کې له یادو خدمتونو څخه د برخمن کېدو په موخه دغه حقوقي کلینیک ته، چې د شرعیاتو پوهنځي په درېیم پوړ کې دی، مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د خپل اکاډمیک فعالیت ترڅنګ د اړمنو خلکو هوساینې لپاره هم کار کوي.