د دنیا خصوصي پوهنتون، د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو او تضمين دويم پړاو بريالی و
په هغې غونډه کې چې په همدې اړه په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوه، د لوړو زده کړو د کيفيت او اعتبار ورکولو رييس پوهندوی دوکتور محمد نعيم عظيمي د دنیا خصوصي پوهنتون رهبري ډلې او استادانو ته د تبريکي تر څنګ وويل چې د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين دويم پړاو په بريا سره ترسره کول د دې پوهنتون له پاره يو لوی ګام شمېرل کېږي او هڅه دې وشي چې درېيم پړاو هم په بريا سره ترسره شي او د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار سند ترلاسه کړي.
د دنیا خصوصي پوهنتون د علمي چارو مرستيال دوکتور ګلاب شاه اماني د لوړو زده کړو وزارت د رهبري ډلې له پاملرنې، د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رياست او د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو د بورډ د غړو له پاملرنې څخه د مننې تر څنګ وويل، دوی هڅه کوي چې په درېيم پړاو کې د دې رياست يوولس معيارونه پلي او د لوړو زده کړو اعتبارليک تر لاسه کړي.