د دوست هیواد هندوستان د ICCR په تحصیلي بورسونو کې د یو شمیر نوماندانو د نه قبولتیا په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

baqir_hiadari
اطلاعیه

لوړو زده کړو وزارت لاندی موارد  د دوست هیواد هندوستان د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ تحصیلي بورسیو نومامدانو ته خبر ورکوي چې:

۱. د تحصیلي بورسیو مراحلو اجرا کول د بورس ورکونکي هیواد او د افغانستان جمهوري ریاست تر منځ ګډ کار دی، لوړو زده کړو وزارت په ګروپي بورسیو کي یوازې د شرایط بشپړونکو نومامدانو د ورپیژندلو، بورس ورکونکي هیواد سفارت ته  پر غاړه لري او ددوست هیواد هندوستان  سفارت د غوښتنې سره سم د امتحاناتو ملي ادارې د ۶۰۰۰ نومامدانو رقابتي ازموینې څخه وروسته  ۲۵۰۰ تنه د لوړو نمرو په اساس نومړي سفارت ته ور معرفي کړي دي.

۲. ددوست هیواد هندوستان سفارت ته دوزارت ورپیژندل شویو نومامدانو څخه د انګلیسي ژبې ازموینه په جلا توګه واخیستل شوه او د بریالیو نومامدانو لست یې وزارت سره شریک کړ، او د سفارت په ازموینه کي د بریالیو نومامدانو اسناد د نورو مرحلو بشپړولو لپاره په کابل کې د هند استوګن سفارت دهندوستان پوهنتونونو ICCR  دفتر ته واستاوه.

۳. له ډییپلوماټیکو لارو څخه د سرته رسیدلو، څارلو پر اساس

 ددوست هیواد هندوستان سفارت لاندی موارد  د جواب په توګه لوړو زده کړو وزارت ته راستولي دي:

a-      (په کابل کې د هند سفارت د آی سي سيICCR   دفتر او هندي پوهنتونونو ته د انګلیسي ژبې د آزموینې د بریالیو کسانو د معرفي کولو مسؤلیت لري. څنګه چې په هندوستان کې پوهنتونونه په بشپړ ډول خپلواک دي او هر پوهنتون د زده کونکو داخلې لپاره ځانګړی معیارونه لري ، نو سفارت او هیڅ بله اداره نه شي کولی چې پوهنتونونه د کاندیدانو منلو ته اړ باسي. پداسې حال کې چې د هندسفارت ازموینه په بریالیتوبپه بورسونو کي  د بریالیتوب په معنا نه دې، ، مګر یوازینی معیار دی د با صلاحیته هندي چارواکو دي .

(-bدهند سفارت ټینګار کوي چې هغه د هندي پوهنتونونو د غوښتنو او معیارونو سره سم بورسونو چمتو کوی او۲۰۱۹ کال د اکست د ۲۹ نیټي ته ورته لاریونونو تنظیم کولو په هیڅ صورت کې د کاندیدانو په داخلېدو اغیزه نلري.

پدې وروستیو کې ، د لوړو زده کړو وزارت په وار وار ټینګار کړی چې د وزارت د ۲۵۰۰ نوماندانو د د منلو څرنګوالي په اړه دوه اړخیز تړونونو باندې د هیواد د قانون سره سم خپل مکلفیتونه سرته رسولي دي. او دا چې د اړوند هندي پوهنتونونو لخوا د کاندیدانو داخله د پوهنتونونو ټاکل شوي معیارونو پراساس ده او د سفارت انګلیسي ازموینې ن اخیستل پدې معنی ندي چې بورسونو کی و منل شې .

دا باید په یاد وساتل شي چې د لوړو زده کړو وزارت به په اوسني او راتلونکو ورځو کې د ډیپلوماتیک لارونه د منل شوو نوماندانو نوم لست شریک او لازم اجراات  تر سره کړی .

Latest announcements

پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۵:۵۰
Background image

د کابل"ابوعلی ابن سینا" طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج خبرتیا!

د کابل"ابوعلی ابن سینا" طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج د 1399 لمریز تحصیلي کال لپاره نوي محصلین مني.

د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کولو نیټه:  د 1399 لمریز کال د زم . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۴:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست خبرتیا

ټولو دولتي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو ته خبر ورکول کیږي چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه محترمې شورا د ۱۳۹۹ د چنګاښ میاشتې ۱۴ نیټې پریکړې په اساس د تقنیني اسنادو په نظر کې نیولو . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۹:۴۶
Background image

د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د اندونيزيا هېواد د بورسونو خبرتيا!

د اندونيزيا هېواد  president university په لاندې ډول د ۳۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

ـ د پوهنتون د سل سلنه تخفيف سره د ۱۵ سيټه بورسونه (۵ سيټه د ليسانس او ۱۰ سيټه د ماسټرۍ په . . .

Back to announcements