د دولتي ادارو داخلي تفتیش د فعالیتونو لارښود مسودې په اړه بحث وشو

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۲:۵۴
g

نن په کابل سټارټ هوټل کې د یوه محفل پر مهال د دولتي ادارو د کورني تفتیش د فعالیتونو لارښود پر مسودې بحث وشو.

د لوړو زده کړو وزارت کورني تفتیش مشر غلام داوود شایق د کورني تفتیش د فعالیتونو لارښود تدوین او ترتیب د افغانستان په ادارو کې د تجربو د لېږد او کورني تفتیش په موخه اړین وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د کورني تفتیش په ادارو کې له اداري فساد سره د مبارزې مسلکي او اساسي ظرفیت شته او په دې برخه کې همغږي کولی شي چې د افغانستان په حقوقي نظام کې د سټنډرډ کولو او د جوړښتونو او منځپانګې په بډاینه کې اغېزناک واوسي.

داوود شایق وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د کورني تفتیش په برخه کې منشورونه، دستورونه او لارښوونې تر سره کړي او له اړوند ادارو سره د دغو تجربو شریکول به د دې لامل شي چې د مسلکي تفتیش کوونکو ظرفیت لوړ کړي

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د کورني تفتیش د لارښود د چمتو کولو په برخه کې هراړخېزې همکارۍ ته تیار دی او همدارنګه دې ته ژمن دی چې د یوه داسې چوکاټ په جوړولو کې خپله ونډه واخلي، چې د تفتیش ادارو اړتیاوو ته ځواب ووایي.

دغه راز د تفتیش په چارو کې د امانت پروژې ستر سلاکار عبدالهادي فرهنګ هم د کورني تفتیش د فعالیتونو د تدوین په برخه کې وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه کار ګډه موخه په ادارو کې د یاد لارښود پلي کول، پروګرام جوړول، ساحوي کار او راپور ورکول دي.

د فرهنګ په وینا د کورني تفتیش د فعالیتونو لارښود د امانت پروژې، لوړو زده کړو، شهیدانو او معلولینو، کډوالو او راستنېدونکو وزارتونو او ځینو نورو ښکېلو ادارو په ملاتړ په څلور څپرکو کې تدوین شو. دغه راز د هېواد په رسمي او انګرېزي ژبو به د ګټې اخیستنې لپاره د ټولو تفتیش کوونکو د لاسرسي وړ وي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS