د دولتي پوهنتونونو او زوني مسؤلینو ته د دیني اسنادو د ارزیابۍ پروسې پیل کېدو اړوند معلومات وړاندې او لازمې سپارښتنې وشوې.

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۹:۵۸
a

۸/۱۰/۱۴۴۳
د دولتي پوهنتونونو او زوني مسؤلینو ته د دیني اسنادو د ارزیابۍ پروسې پیل کېدو اړوند معلومات وړاندې او لازمې سپارښتنې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شاکرالله وحدت په مشرۍ د انلاین(پر لیکه) ناستې له لارې د دولتي پوهنتونونو او زوني مسؤلینو ته د دیني اسنادو د ارزیابۍ په هکله معلومات وړاندې او لازمې سپارښتنې وشوې.
په دې انلاین ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس شاکرالله وحدت له یادو مسؤلینو غوښتل، چې په کارونو کې له صداقت کار واخلي او د جعل کارۍ مخه ونیسي.
دغه راز نوموړي وویل: " د دیني اسنادو د ارزیابۍ په پروسه کې  باید له قوم پرستۍ او سمت پرستۍ ځان وساتل شي او د ټولو غوښتونکو کارونو ته پر وخت رسېدنه وشي."
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګډونوالو نظرونه واورېدل شول او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS