د دوکتورا، ماسټرۍ او ليسانس په برخه کې د رومانیا هېواد د تحصيلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د بهرنيو چارو وزارت د (۲۰۲۱ او ۲۰۲۲) کلونو له پاره، له اروپايي ټولنې بهر نورو هېوادونو له پاره، له ستوماتولوژي، طب او فارمسي پونځيو پرته په بېلابېلو څانګو کې د رومانیا هېواد د تحصيلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی او له افغانستان څخه يې هم په شرایطو برابرو او لاندې اسنادو لرونکو کسانو د ور پېژندو غوښتنه کړې ده:
- د غوښتنليک د فورمې ډکول
- د ټرانسکريپټ او ډيپلوم د انګريزي ژباړې کاپي
- د پاسپورټ د لومړيو دريو پاڼو کاپي
- روغتیايي بيمه
- د سوانحو خلص
- يوازې د دوکتورا پروګرام د نوماندو له پاره، هوډپاڼه يا Letter of intent
د نوماند کېدو شرایط:
- د ليسانس برخه کې نوماندو د ليسې دورې نومرو سلنه له ۷۰ ښکته نه وي.
- د ماسټرۍ برخه کې نوماند د ليسانس دورې نومرو سلنه له ۶۵ ښکته نه وي.
نوماندان کولای شي خپل اسناد په مستقيم ډول په دې (scholarship@mae.ro) برېښناليک سره ولېږي او د خپلو اسنادو اصل په فزيکي يا پوستې DHL له لارې د ۲۰۲۱م کال د مې له ۵ مې يا ۱۴۰۰/۲/۱۶ مخکې بورس ورکوونکي هېواد ته ولېږي او له ټاکلي وخت وروسته بيا اسناد د منلو وړ نه دي. د يادونې وړ ده چې د محصلينو له پاره د بورس ورکوونکي هېواد له لوري د پوهنتون فيس، د اوسېدو لګښتونه او نور مالي لګښتونه د ليسانس له پاره د مياشتې ۶۵ يورو، ماسټري ۷۵ يورو او د دوکتورا له پاره هم ۸۵ يورو په پام کې نيول شوي دي خو د تګ راتګ ټکټ د محصل په غاړه دی. نوماند بايد په رومانيايي ژبه پوه شي، کنه تر تحصيل مخکې بايد يو کال د رومانيايي ژبې زده کړه وکړي. د ډېرو معلوماتو او فورمې د ترلاسه کولو له پاره د رومانيا هېواد د بهرنيو چارو وزارت انټرنيټي پاڼې (http://www.mae.ro/en/node/10251) ته ورشئ. ښاغلي نوماندان دې د ټولو فورمو د ترلاسه کولو له پاره له خپلو اسنادو سره يو ځای د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې شمېرې غرفې ته ورشي او د ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ مې نېټې مخکې دې له خپلو ټولو سافټ لازمو اسنادو سره چې سکن شوي وي وزارت ته ورکړي او موضوع دې له رسمي لارې وڅاري. د يادونې وړ ده چې د پوست DHL له لاري د نوماندو د اسنادو لېږل، د نوماند له لارې ترسره کېږي.