د دیني جامعاتو او تخصصاتو د ریاست خبرتیا!
د لــــوړو زده کــــــړو وزارت
د دیني جامعاتو او تخصصاتو د ریاست
خبرتیا!
هغه دیني جامعات چې د لوړو زده کړو وزارت د ایجاد له معیارونو سره سم د لوړو زده کړو تحصيلي نصاب تطبیق او اړین شرایط پوره کړي، کولای شي چې خپل د فعالیت جواز د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو له ریاست څخه ترلاسه او لاندې پنځو تخصصاتو کې خپل تحصیلي خدمات وړاندې کړي:
1. التخصص في التفسیر و علوم القرآن
2. التخصص في الحدیث وعلومه
3. التخصص في الإفتاء والقضاء
4. التخصص في الدعوة والإرشاد
5. التخصص في الإقتصاد والمصارف الإسلامية (فقه المعاملات)
شرایط
۱- د برنامې د تمویل لپاره د مالي امکاناتو لرل.
۲- د معیاري صنفونو او درسي موادو شتون.
۳- د علمي او څېړنیزو کارونو لپاره مجهز کتابتون؛ د سیمینارونو، تمثیلي محاکمو او حقوقي کلینیکونو لپاره ځانګړي خوني او اړین توکي لرل.
۴- د هر تخصص لپاره د څلورو داسي دایمي استاذانو شتون چې دوه کلن تخصص یا ماسټري ولري او لږ تر لږه اړوند تخصص کې د تدریس درې کلنه تجربه ولري او پر معاصرو تدریسي اصولو او تګلارو بشپړ مسلط وي.
۵- د وزارت دوه کلن نصاب تطبیق.
۶- درسي نصاب ترڅنګ مطالعه، رساله او بحثونه لیکل او د تخریج او تمرین برخې تطبیق.
۷- هغه فاضلانو ته داخله ورکول چې له معتبرو جامعاتو څخه ممتاز فارغ او د شمولیت ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړي.
۸- دوه کلنه تحصیلي دوره کې د فاضلانو کُل وختي حضور.
امتیازات
۱- د لوړو زده کړو وزارت لخوا د فعالیت جواز ورکول.
۲- د هر تخصص کامیابه سرته رسولو په صورت کې فارغانو ته د ماسټرۍ رسمي سند ورکول.
۳- د هر تخصص فارغانو ته تر ممکنه حده کاري فرصت او د خدمت زمینه برابرول.