د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست او د عبدالله بن مسعود جامعې کارمندانو ته د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لورې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ په بریالي ډول ترسره شو.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۴:۳۱
rtefrf

په دغه ورکشاپ کې د یادو ریاستونو 53 کارمندانو ګډون کړی و، چې د پلان جوړونې اهمیت، په اداري چارو کې د پلان رول، د پلان چمتو کولو څرنګوالی او د پلان جوړونې اړوند نور موضوعات زده کړل.
همداراز د ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولایي له لورې کارمندانو ته د اداري چلند په اړه لازمې خبرتیاوې هم وړاندې شوې.
د دغې پروګرام په پای کې د عبدالله بن مسعود جامعې رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت څخه د مننې ترڅنګ د ورکشاپ ګډون کوونکو کارمندانو څخه وغوښتل، چې د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه ورسپارل شویو چارو کې د ورکشاپونو مهمو موضوعاتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
یاد پروګرام د ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیقونو په ورکړې او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۵هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۹هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۰
 د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS