د روغتيايي ملي سمپوزیم د وړانديزونو د تطبیق د اجرايي کمیتې ناسته دايره شوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۶:۱۸
ل

د لوړو زده کړو وزارت دعلمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي تر مشرۍ لاندې د روغتیايي ملي سمپوزیم وړاندیزونو د تطبیق کمیټې ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې چې یو شمیر اداري او خصوصي بنسټونه پکې غړیتوب لري، د منابعو د همغږۍ په موخه د ناروغ د خوندیتوب، په هېواد کې د روغتیايي او لوړو زده کړو سیستم ځواکمنتیا او د اداراتو د تخنیکي پلانونوچارې او د اړوند ادارې فعالیتونه د طبي شورا تر مدیریت لاندې پر مخ وړي.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو علمي مرستيال پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي وویل؛ په اوسنیو شرایطو کې د طبي شورا ایجادول د اوسني وضعیت د ښه توب لپاره یو غوره ګام دی چې له نېکه مرغه لوړو زده کړو وزارت د لومړۍ ورځې څخه له دې شورا سره همکار و څو په خپلو پښو ودرېږي.

هغه وویل چې د لوړو زده کړو وزارت د کاري مسوولیتونو په پام کې نیولو سره د اړوندو ادارو لپاره یو ښه همکار دی او هغه موارد؛ چې د عملیاتي پلان او روغتیايي ملي سمپوزیم په اړه د لوړو زده کړو وزارت اړوندېږي د یوې ځانګړې او مسلکي کمیټې له خوا به رسیدنه ورته وشي.

د افغانستان د طبي شورا د ډاکټرانو د چارو د تنظیم سرپرست رئیس ډاکټر احمد شاه شکوهمند په دې اړه د یو پریزینټشن په ترڅ کې عملیاتي پلان او د روغتیايي ملي سمپوزیم وړاندیزونه د کمیټې غړو ته وړاندې کړل، چې پر بنسټ يې د اړوندو ادارو دندې او مسوولیتونه مشخص او تشرېح شول.

همداراز د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس پوهندوی ډاکټر محمد نعیم عظیمي او د کمیټې یو شمیر غړو د اړوندو ادارو فعالیتونه، وړاندیزونه او طرحې د ناستې له ټولو ګډونوالو سره شریکې کړې.

دناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې خپل عملیاتي پلانونه په عاجله توګه چمتو او د طبي شورا سره دې شریک کړي تر څو له توحید وروسته د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت مقام ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS