د رومانیا هیواد د لیسانس دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا
د رومانیا هیواد افغانستان ته د لیسانس تحصیلي دورې (۸۵) سیټونو د ورکړي څخه خبر ورکړی دی.
دغه تحصیلي بورسونه په لاندې برخو کې دي:
سیاسي علوم او مدیریت، زده کړه ییز علوم، رومانیایې فرهنګ او تمدن، ژورنالیزم، حیواني طب، کرنه او د پټرولو او ګازو تخنیکي انجنیري.
د بورسونو شرایط:
- د متقاضیانو د ښوونځي فراغت کال له (۱۳۹۴- ۱۳۹۸) پورې وي.
- د متقاضیانو د ثانوي دروې درې کلنې نمرې سلنه باید له (۷۰٪) څخه کمه نه وي.
- د تلو را تلو ټیکټ د محصل په غاړه دی.
- د پوهنتون فیس، د استوګنځي لګښت او میاشتنی جیب خرڅ د بورسونو ورکونکي هیواد له طرفه تمویلیږي.
د اړتیا وړ سندونه:
- اصلي شهادتنامه او د ثانوي دورې درې کلنو نمرو ټرانسکریپټ (په انګلیسي ژبه)
- د سوانحو خلص (CV)
- د پاسپورټ کاپي
- د تابعیت تذکره
- څلور قطعې عکسونه
- د صحي معایناتو د فورم ډکول
- د بورسونو ورکونکې مرجع د غوښتنلیک فورم ډکول
- د بهرنۍ ژبې سندونو کاپي
بناءً د پورتنیو بورسونو متقاضیانو ته خبر ورکول کیږي چې که چیري د پورتنیو مواردو او شرایطو په نظر کې نیولو سره واجد شرایط وي او غواړي چې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې نوم لیکنه وکړي له لوړو زده کړو وزارت څخه د لازمو فورمونو اخیستلو څخه وروسته کولای شي د نوم لیکنې لپاره لاندې ویب سایټ ته مراجعه وکړي
http://www.mae.ro/en/node/10251
او د یاد شوي فورم له پرنټه دوه کاپي له ټولو نورو اسنادو سره د (۲۰۲۰) کال د فبروري (۲۷) څخه د مخه د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیرش (۲۱) نمبر غرفې ته وسپاري. او له یادې نیټې وروسته هیڅ ډول اسناد نه منل کيږي.