د زده کړیالانو د چارو معینیت شورا ناسته وشوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۸:۲۰
g

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو د معینیت ناسته د زدکړیالانو چارو د معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده په مشرۍ وشوه.

په دې ناسته کې د دولتي او خصوصي زدکړیالانو، د بهرنیو اسنادو د ارزونې، د بورسونو د تنظیم او بهرنیو اړیکو رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو سلاکار او د دغه وزارت د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام آمرې هم ګډون کړی و.

په ناسته کې پر بېلابېلو مسایلو لکه د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو مراجعینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو، په غیر کریډېټ سیسټم کې د زدکړیالانو د نومرو د ټرانسکرېپټ فارمټ او له لایحې سره سم د تحصیلي دورې د وخت په اړه د لېسانس روزنیزې دورې د ۲۳مې مادې پلي کولو په اړه بحث وشو او نظرونه شریک شول او همدارنګه لازمې پرېکړې وشوې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS