د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته تر سره شوه

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۶/۱۳ - ۹:۵۲
g

د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل په اړه د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.

په دغه ناسته کې چې د دولتي زده کړیالانو د چارو رییس پوهنوال انجنیر محمد شریف امین، د اکاډمیکو چارو د ارزونې او څار رییس پوهندوی دوکتور ولي محمد حنیف، د خصوصي زده کړیالانو د چارو رییس پوهندوی دوکتور خیبر سیفي او د زده کړیالانو چارو د معینیت سلاکار پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي هم شتون درلود، د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست انجنیر سید اسماعیل روحاني په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د حضوري زده کړو د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول تحصیلي بنسټونه د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو مکلف دي او موږ په دې هڅه کې یو، چې ډېر ژر پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ پرانیستل شي. هغه زیاته کړه، چې د کورونا ناروغۍ او همدارنګه د وروستیو بدلونونو له امله په زده کړو کې ډېر ځنډ رامنځته شو او منظم مهالوېش له خنډ سره مخ شو، چې د یاد ځنډ د جبران په پار یوې منظې چلنلارې او مهالوېش ته اړتیا ده.

انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل، چې ټول د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونه به د وږي په ۱۵مه نېټه، خپل حضوري درسونه پیل او د پسرلني سمېسټر د ازموینې او همدارنګه د خزاني سمېسټر لپاره د کانکور ازموینې مهالوېش به هم ډېر ژر خپور شي. د یادولو وړ ده، چې د دولتي پوهنتونونو د پیل په اړه به په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وشي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS