د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲
ش

په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت، ددغه وزارت د منسوبینو او د ملي پولیسو ځواکونو په شتون کې تر سره شول، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ددغې ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې، ملي بیرغ د هیواد د وګړو د یووالي، وحدت او عزت سمبول وباله.

پوهنمل بالاکرزي وویل: «ملي بیرغ ته کتل موږ ته د غرور، خپلواکي او یووالي حس راکوي، د دا ډول ارزښتونو درک کول ددې لامل کیږي چې موږ ټول په ګډه د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې د هیواد د پرمختګ لپاره زیاته هڅه وکړو

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان د پوهنتونو له استادانو او محصلانو وغوښتل، چې د ملي یووالي په ساتلو سره، د هیواد په پرمختګ او د علم او پوهې د پراختیا په برخه کې کوښښ وکړي تر څو هیواد مو د بسیاینې پر لورې سوق شي او ددغه ټاټوبي ملي اقتدار خپل اوج ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې او ملي بیرغ ته د درناوي په اساس، د زمري میاشتې ۷مه د ملي بیرغ د ورځې په نوم نومول شوې او یاده ورځ ددغه ټاټوبي د خلکو تر منځ د زیات یووالي او خلوص د ټینګښت او د هیوادنۍ میني د احساساتو ښکاره کولو په خاطر، په ټول هیواد کې له ځانګړو مراسمو سره هر کال لمانځل کیږي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS