د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲
ش

په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت، ددغه وزارت د منسوبینو او د ملي پولیسو ځواکونو په شتون کې تر سره شول، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ددغې ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې، ملي بیرغ د هیواد د وګړو د یووالي، وحدت او عزت سمبول وباله.

پوهنمل بالاکرزي وویل: «ملي بیرغ ته کتل موږ ته د غرور، خپلواکي او یووالي حس راکوي، د دا ډول ارزښتونو درک کول ددې لامل کیږي چې موږ ټول په ګډه د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې د هیواد د پرمختګ لپاره زیاته هڅه وکړو

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان د پوهنتونو له استادانو او محصلانو وغوښتل، چې د ملي یووالي په ساتلو سره، د هیواد په پرمختګ او د علم او پوهې د پراختیا په برخه کې کوښښ وکړي تر څو هیواد مو د بسیاینې پر لورې سوق شي او ددغه ټاټوبي ملي اقتدار خپل اوج ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې او ملي بیرغ ته د درناوي په اساس، د زمري میاشتې ۷مه د ملي بیرغ د ورځې په نوم نومول شوې او یاده ورځ ددغه ټاټوبي د خلکو تر منځ د زیات یووالي او خلوص د ټینګښت او د هیوادنۍ میني د احساساتو ښکاره کولو په خاطر، په ټول هیواد کې له ځانګړو مراسمو سره هر کال لمانځل کیږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲۱
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کمیسیون میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون میاشتنۍ غونډه د لوړو زده کړو علمي معین او سرپرست وزیر په مشرۍ او د یاد کمیسون د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲
Background image

د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه

په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت، ددغه وزارت د منسوبینو او د ملي پولیسو ځواکونو په شتون کې تر سره شول، د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲
Background image

د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه

په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت، ددغه وزارت د منسوبینو او د ملي پولیسو ځواکونو په شتون کې تر سره شول، د. . .

BACK TO NEWS