د سمنګان د لوړو زده کړو موسسه کې د درېیو مهمو بنسټیزو پروژو رغنیز کار پیل شو

په دغو پروژو کې د زرغونې ساحې رغول، د کرنې پوهنځي ودانیو او د نارینوو او ښځو لیلیو ته د نوري فایبر نښلول او د یادو لیلیو د پخلنځي د ودانۍ جوړولو پروژه شامله ده.
د زرغونې ساحې جوړولو پروژه په شپږ زره متره مربع ځمکه کې د ترکیې جمهوريت د تیکا دفتر لخوا رغول کېږي او دوې نورې پروژې چې د کرنې پوهنځي ودانیو او د نارینوو او ښځو لیلیو ته د نوري فایبر نښلولو پروژه او د یادو لیلیو د پخلنځي ودانۍ د جوړولو پروژه پکې شامله ده، د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه تمویلېږي.
د سمنګان د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنوال محمد نظري د دغه علمي بڼسټ له یادو پروژو څخه د ملاتړ لپاره د ترکیې هېواد د ټیکا دفتر او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه څخه د مننې تر څنګ یادې پروژې د زرغونې ساحې نشتوالي، د کافي انټرنیټ او د لیلیې شاملو زدکړیالانو ته د خوړو چمتو کولو له اړخه د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د ستونزو هوارولو په برخه کې ډېرې مهمې او ارزښتناکه وګڼلې.