د شیخ زايد، پکتيا او پکتيکا پوهنتونونو محصیلنو ته (۱۵) ورځنۍ تربیتي دوره پیل شوه.
دغه تربیتي دوره چې نن ورځ شيخ زايد پوهنتون د امام ابوحنیفه رحمه الله د غونډو په تالار کې پیل شوه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مسلمين راشد په خپله وینا کې د ياد پروګرام د اهميت تر څنګ محصیلن وهڅول چې دغه ډول پروګرامونو څخه سالمه ګته واخلي او په خپل وخت ورته ځانونه حاضر کړي.
یاده پنځلس ورځنۍ تربیتي دوره، چې د خوست ولایت منتخبو جیدو علماء کرامو لخوا وړاندې کېږي، د شیخ زايد، پکتيا او پکتيکا پوهنتونونو محصلین پکې ګډون لري.