د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Jsjejxjsjjwkdopal

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته ورسېده، په فراغتغونډه کې فاضلانو ته وویل چې همېشه له علم سره پاتې شي او په خپل علمي بهیر کې ډېرې هڅې وکړي. همدا راز هغوی ته په خطاب کې یې وویل چې تاسو د سبا ورځې قائدین یاست او د هېواد چارې در پر غاړه کېږي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د امیرالمؤمین حفظه الله تعالی ټول فرامین د اسلامي شریعت مطابق او زموږ په خیر دي او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام ستاسو لپاره د علم زده کړې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي، چې باید اعظمي ګټه ترې واخلئ.

 

 محترم سرپرست وزیر فاضلانو ته سپارښتنه وکړه چې له تکبر څخه ځان وساتي، د مشرانو او مسوولینو اطاعت وکړي او له فراغت وروسته په هر ځای او هر حالت کې خدمت ته چمتو واوسي. 

 

نوموړي دا ډول علمي دورې د فاضلانو لپاره ګټورې وبللې او په راتلونکي کې یې د نورو هغو جوړولو سپارښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې په دغه یوه میاشتنۍ دوره کې د هېواد، اتو دیني جامعاتو ۱۰۳ تنو فاضلانو ګډون کړی و.  

 

نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د رمضان المبارک ۲۰مه

۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۳۰مه۲۰۲۵م، د مارچ ۲۰مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد، اتو دیني جامعاتو د فاضلانو یو میاشتنۍ روزنیزې دورې فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د تفسیر شریف او تطویرالمستوي العلمي دورې، چې په عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه کې جوړه شوې وه او نن پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء‌ محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پرمهال، په کندهار پوهنتون کې د مسؤلینو، استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته په. . .

BACK TO NEWS