د شېخ زاید پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) ورځنی ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۸:۴۹
g

د شېخ زاید پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) کې (په شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو کې د کرېډت سیستم پلي کول) تر سرلیک لاندې د یادو پوهنځیو استادانو او محصلانو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی شفیع ګل شفیقي په دغه ورکشاپ کې د استادانو ګډون اړین وباله ترڅو د دغه سیستم د پلي کولو اړوند معلوماتو څخه برخمن شي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داوود بابکرخېل هم په خپلو ویناوو کې محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې په ورکشاپ کې فعاله برخه واخلي چې له استاد سره په همکارۍ د پروګرام په پلي کولو کې محصل هم خپل مسوولیت ادا کړی وي .

په خوست کې د (SEO) Society Empowerment Organization یا د ټولنې پیاوړتیا موسسې مسوول عبدالولي خوستي د ورکشاپ د اهمیت په اړه خپل نظریات ګډونوالو ته واورول او د پوهنتون ادارې څخه یې مننه وکړه چې د ورته علمي پروګرامونو په بډاینه کې جدي هڅې کوي.

یاد ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی حسام الدین رحیم زي له خوا مخته وړل کېږي، چې یوه ورځ به د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو (۲۰) استادان او په دویمه ورځ به د یادو پوهنځیو (۳۰) محصلان پکې ګډون ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS