د عامې روغتيا سرپرست وزير په کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د یو باب کلینیک جوړولو او یو عراده امبولانس ورکولو د مرستې ژمنه وکړه. 

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۱۰
fgdfdfg


یاده ژمنه د عامې روغتيا سرپرست وزير مولوي نورجلال جلالي او د ازموينو ملي ادارې مرستيال شيخ رحيم الله حقاني، کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون څخه د لیدنې پر مها ل وکړه.
د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئيس شيخ عبدالمالک محسن راغلو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او په روغتیایي برخه کې يې د دغه تحصیلي بنسټ شته ستونزې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.  
وروسته د عامې روغتيا سرپرست وزیر په یاد پوهنتون کې د یو باب کلینیک جوړولو او یو عراده امبولانس ورکولو د ژمنې تر څنګ، استادانو او محصلینو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS