د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعه کې د دغې جامعې د نصاب او د هېواد په اوو زونونو کې د نویو تخصصاتو د ایجاد په هکله له علماء کرامو سره مشورتي ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دیني علمي ډګر د ځواکمنتیا لپاره تخصصات اړین وبلل او زیاته یې کړه: «تېر کال مو د عصري علومو پر نصابونو ډېر کار وکړ، نو پکار ده چې د دیني تخصصاتو د نصاب په اړه هم علماء کرام خپلې مشورې راسره شریکې کړي.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د امر پر اساس به د هېواد په اوو زونونو کې نوي تخصصات ایجاد شي. نوموړي له علماء کرامو وغوښتل چې د یادو تخصصاتو د ایجاد او عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د تخصصاتو نصاب په برخه کې خپل نظرونه ورسره شریک او همکاري ورسره وکړي.
وروسته د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې سرپرست رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د تخصص په اړه خبرې وکړې او د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې په اړه یې معلومات ورکړل. نوموړي زیاته کړه چې په اوسني عصر کې موږ متخصص څارنوال، متخصص قاضي، متخصص مدافع وکیل، متخصص حقوقي سلاکار، متخصص دعوتګر او د اسلامي بانګدارۍ متخصص ته اړتیا لرو.
همدارنګه د کابل ولایت جهادي مدرسې څخه جید عالم شیخ الحدیث محمد اسماعیل صاحب د تخصص فی الحدیث په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې احادیث د قرانکریم په شان وحې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزه ده. نوموړي زیاته کړه چې موږ د احادیثو په برکت په قرانکریم پوهېږو او فقهي مسایل پرې استنباطوو.
همدا راز د کابل ولایت د علماوو شورا رئیس او د جامعه شمس العلوم روحانیه مدرسې مؤسس او مهتمم خلیفه صاحب دین محمد د تخصص فی التفسیر پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د کفارو یوه دسیسه دا ده چې مسلمانان له علمي څېړنو او عربي ژبې لیرې کړي.
وروسته د سترې محکمې د عالي تمیز رئیس شیخ محمد شریف حقاني د افتاء او قضاء د تخصص ارزښت بیان کړ او ویې ویل چې په فتوا کې باید ډېر احتیاط وشي.
دغه راز د کابل د علماوو شورا غړي او د جامعه اسلامیې محمدیې مهتمم مفتي محمد زاهد عزیزخېل په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې د اسلامي بانګدارۍ پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې د نړۍ ټوله سوداګري او معاملات د بانګدارۍ په علم پورې تړلي دي. ښاغلي عزیزخېل وویل چې د نړۍ اوسنۍ بانګدارۍ پر سودي معاملاتو ولاړه ده چې زیان یې نه یوازې مسلمانانو ته رسیږي، بلکې ټول بشریت یې له تباهۍ سره مخ کړی دی.
وروسته د کابل ولایت د علماوو شورا مالي مرستیال او جید عالم شیخ عبدالحمید حماسي د تخصص فی الدعوة والارشاد ارزښت بیان کړ. دغه راز د ټولنې د اصلاح او تغییر لپاره یې متخصص او حقیقي دعوتګران اړین وبلل.
د یادونې وړ ده چې د ناستې ګډونوالو علماء کرامو د هېواد په اوو زونونو کې د تخصصاتو پر ایجاد خوښي وښود او د ناستې په پای کې پر علماء کرامو نظر پوښتنې ووېشل شوې.