د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ د علمي معینیت شورا نوبتي ناسته وکړه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۴:۱۷


 په پیل کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه په هېواد کې د فوق لیسانس برنامو د رامنځته کولو پر ارزښت او اړتیا او د خصوصي او امارتي لوړو زده‌کړو بنسټونو د علمي کادرونو د ظرفیت پر لوړولو خبرې وکړې او د شورا له غړو یې وغوښتل چې په دغو برخو کې لازمې هڅې وکړي.
وروسته د تیرې ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه، ورپسې د شورا غړو له اجنډا سره سم په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د فوق لیسانس برنامو د رامنځته کولو او په فوق لیسانس برنامو کې د درس ورکولو شرایط په اړه بحث او نظرونه ورکړل او په دغو برخو کې لازمې پریکړې وشوې.
دغه راز د علمي کادرونو د مادي او معنوي تشویق لپاره پر یوې مسودې بحث وشو چې په پرنسیپ کې د شورا غړو تائید کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS