د علمي پروګرامونو پر اساس د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې نوی چوکاټ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لخوا پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۵:۲۶
jj

په دغه غونډه کې چې د دولتي پوهنتونو یو شمیر رئیسانو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې بورډ غړو او د خصوصي بنسټونو یو شمیر استازو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل: «د خوښۍ ځای دی چې نن مو وکړای شول یوه بله پاڼه چې په دې سیسټم کې یې کمښت احساسیده، د هیواد د داخلي ظرفیتونو په هڅو سره تدوین او پرانیزو.»
پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه: «په ۱۳۸۹ کال کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې بهیر د تحصیلي بنسټونو په کچه پیل شو، چې د لسو کلونو تجربو په نظر کې نیولو سره د برنامې په کچه ددې بهیر د تطبیق اړتیا زیاته احساس کیدله ځکه کله چې دا بهیر په لویو بنسټونو کې د یوې ځانګړې برنامې په کچه پلی کیږي؛ د پوهنځیو تر منځ زیات خوځښت او سالم رقابت رامنځته کوي چې له نیکمرغه یاد شوی پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا د تائید وړ وګرځيد.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د علمي پروګرامونو د اعتبار ورکونې چوکاټ د تدوین له کارکوونکو څخه د مننې په ترڅ کې، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې له ریاسته وغوښتل چې د پوهنتونو د درجه بندۍ په چوکاټ باندې هم کار وکړي تر څو د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو د حالت په ښه والي کې د خپلو فعالیتونو د اغیزو پایلې له ځانه سره ولري.
په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې رئیس پوهاند حاجي محمد نعیمي د علمي پروګرامونو د اعتبار ورکونې نوی چوکاټ د پریزنټیشن په ترڅ کې معرفي کړ او ویې ویل: دغه چوکاټ د (۱۲) اصلي او (۵۰) فرعي معیارونو لرونکی دی او د امریکا، اروپایي ټولنې، مالیزیا او هندوستانو هیوادونو له معیارونو او له داخلي مخکنیو تجربو څخه جوړ شوی دی.
نوموړي وویل دولتي او خصوصي پوهنتونونه (۶) میاشتې وخت لري تر څو هغه پروګرامونه چې د هغوي په کیفیت باندې زیات کار شوی دی د اعتبار ورکونې پروګرام سره یو ځای کړي او د اعتبار ورکونې له نویو معیارونو سره یې عیار کړي.
پوهاند نعیمي وویل چې د علمي پروګرامونو د چوکاټ معیارونه د خپلو ټولو ځانګړتیاو او تفسیرونو سره د لوړو زده کړو بنسټونو په واک کې ورکول کیږي تر څو له موضوعاتو څخه یې زیات معلومات تر لاسه کړای شي.
وروسته د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام (HEDP) رئیس ضیاء الرحمن اندړ د پروګرام په مناسبت د اعتبار ورکونې بهیر د ګټو په اړه خبرې وکړې او د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې له ریاست سره د(HEDP) دفتر د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د یو شمیر پریزنټیشنونو په ترڅ کې (۱۲) معیارونه د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې بورډ غړو له لورې تشریح او لازم توضیحات یې په اړه وړاندې کړای شول.
غونډه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د علمي پروګرامونو په اساس د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې نوي چوکاټ په رسمي توګه پرانستلو او د بیا کتنې بورډ غړو ته چې د یاد چوکاټ په جوړولو کې یې فعاله ونډه اخیستې وه د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS