د علمي کادر غړو د مقالو د خپرولو چارو د تنظیم او انسجام سند د مسودې پايته رسونې په موخه ناسته تر سره شوه

Azizorayakhel.admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۷:۹
ش

په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د هیواد د علمي کادر غړو، څیړونکو او متخصصینو د علمي مقالو د خپرولو چارو د تنظیم او انسجام سند د مسودې پایته رسونې په موخه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ مؤظفې کمیټې ناسته وکړه.

دغه کمیټه د کابینې د پرېکړې پر اساس د اطلاعاتو او فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استازو په غړیتوب جوړه شوې ده.

د یاد شوي سند د وړاندې کولو څخه موخه، د افغان څیړونکو د مقالو نشرولو، علمي ترفیعاتو او د علم او پوهې د تولید په لاروچارو کې د هغوی د فعالې ونډې اخېستلو په موخه د معتبرو ژورنالونو پیژندنه، تشخیص او تفکیک دی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د افغان څیړونکو د علمي مقالو د خپرولو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په یو نړیوال معتبر ژورنال کې د افغان څیړونکو د مقالو خپرول د هیواد د علمي او څیړنیزو بنسټونو د اعتبار د لوړولو سبب کیږي او له بله اړخه ددغو څیړنو لاسته راوړنې د هیواد په ګټه تمامیږي.

د نوموړي په وینا په دغه سند کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې د اړوندو ادارو په مشوره چمتو شوی دی د نړیوالو او ملي معتبرو ژورنالونو، د لیکوالانو د حقونو او مادي او معنوي امتیازاتو په هکله لازم توضیحات وړاندې کړای شوي دي.

س

د مؤظفې کمېټې غړو ددغه سند په موادو له پوره بحث او هر اړخیزو خبرو وروسته پریکړه وکړه چې د یاد سند د لا ښې غنامندۍ او زیاتې ځیرکتیا او پایته رسونې په موخه تر څلورو کاري ورځو پورې دې ټول خپل اصلاحي نظرونه د کمېټې وروستۍ ناستې ته وړاندې کړي چې له توحید وروسته به کابینې ته ولیږلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS