د علمی شورا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۹:۵۹
جلسه شورای معینیت علمی به ریاست دکتور لطف الله خیرخواه معین علمی وزارت تحصیلات عالی برگزار شد.

چهار شنبه، ۳ حمل ۱۴۰۱
د علمی شورا غونډه د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د علمي شورا پخوانۍ پرېکړې وڅېړل شوې، د لوړو زده کړو د يو شمېر خصوصي موسسو د ستونزو، د دولتي پوهنتونونو د يو شمېر استادانو د غوښتنو او د يو شمېر هغو کادري غړو د ستونزو په اړه چې په بېلابېلو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي، بحث ترسره او لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه د علمي معینیت شورا، د خصوصي محصلانو چارو رياست له لوري په خصوصي تحصيلي موسسو کې د استادانو د تقرر او ترفيع په اړه د وړانديز شوې طرحې په اړه هم خبرې وکړې او د دغې لایحې د غني کولو په موخه يې کاري کمېټه جوړه کړه.
د شورا د اجنډا له مخې په معتبرو نړیوالو ژونالونو کې د علمي کادري غړو د علمي مقالو د بیا کتنې او د هغوی د معنوي امتیازاتو د کارولو د څرنګوالي معیارونه هم تر بحث وروسته تصویب شول.
د علمي شورا د اجنډا په بله برخه کې،د نوو علمي کادري غړو د جذب میکانیزم وڅېړل چې په اصولو کې تصویب شو، خو پرېکړه وشوه، چې دغه ميکانيزم دې نور هم تخصصي شي او راتلونکې اونۍ دې د شورا فوق العاده غونډې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS