د غزني پوهنتون مخکنی رییس پوهنوال محمد بایر درمل د خپلو خدمتونو له امله د لوړو زده کړو وزارت له لوري وستایل شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۴:۰
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په غزني پوهنتون کې د پوهنوال محمد بایر درمل، د پنځه کلن ریاست پر مهال د دغه پوهنتون د پرمختګ په پار صادقانه هڅې او اخلاص وستایه او د تدریس او روزنې په برخه کې یې هغه ته د لا زیاتو بریاوو غوښتنه وکړه.

همدارنګه پوهنوال محمد بایر درمل د غزني پوهنتون د پراختیایي پروګرامونو د بریا لپاره د لوړو زده کړو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او په بریالۍ توګه د ریاست پای ته رسولو له امله یې خوښي وښوده. دغه راز ژمنه یې وکړه چې د یوه استاد په توګه به د هېواد د بچیانو په خدمت کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د یادولو ده چې پوهنوال درمل په غزني پوهنتون کې له ۵ کلن ریاست وروسته د ننګرهار پوهنتون په وترنرۍ پوهنځي کې د استاد په توګه وټاکل شو.

ښاغلي درمل په دغه دوره کې د غزني پوهنتون لپاره په علمي، اداري او بنسټیزو برخو کې ډېر خدمتونه کړي دي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS