د فارياب پوهنتون او فارياب برېښنا شرکت د رياستونو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

د دې هوکړه ليک له مخې دواړه لوري د کار زده کړې، د انجنيري پوهنځي د برېښنا څانګې د محصلينو د تجربو د ترلاسه کولو له پاره او د انجنيري پوهنځي د استادانو له لوري د سيمينارونو او کنفرانسونو جوړولو ته ژمن دي.
دغه هوکړه ليک د فارياب پوهنتون د رييس پوهنمل فيروز اوزبيک کريمي او د برېښنا شرکت د رييس انجنير ولي محمد اورتاق تر منځ لاسليک شو.
د فارياب پوهنتون او فارياب برېښنا شرکت رييسانو د کار له اړتیا او د مسلکي وړتیاوو له پياوړتیا سره سم د فارياب پوهنتون د برېښنا څانګې د محصلينو د تیارولو په برخه کې دغه هوکړه ليک د ارزښت وړ وباله او د دې هوکړه ليک د موادو په ښه پلي کولو يې ټينګار وکړ.