د قرارداد تصمیم نیونې خبرتیا!

ameen_admin
gfdffgf

داوطلبۍ شمېره: MOHE/1401/G-020
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور او سټوريج سرور سيیټم اخېستلو پروژې قرارداد د عمر انوري د لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د(59282) جواز نمبر او د کابل مرکز، دارالامان جای رئيس کې اصلي ځای درلودونکی دی په  (2,801,732.25) دوه ميليونه اته سوه یو زر اوه سوه دوه دېرش اعشاريه پنځه ويشت افغانۍ قيمت ورکوي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولای شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نیټې څخه تر اوو ۷ نورو ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته، چې څلورمه کارته، د کابل پوهنتون ترڅنګ، کابل افغانستان کې موقعيت لري وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو معیارونو تر بشپړیدو پورې او د قانوني طرز العملونو تعقیب پورې به قرارد ترسره نشي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements