د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا!

عنوان: د درې لاټونو په ګډون د ۱۸ پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د کانټينونو جوړولو پروژه.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د(MOHE/1402/NCB/ W - 09) داوطلبۍ شمېرې والا د درې لاټونو په ګډون د ۱۸ پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د کانټينونو جوړولو پروژه د امګان سرک جوړونې ساختماني او د ساختماني توکو توليدولو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (D-21276) دی، د افغانستان، کابل دیارلسمه ناحيه، خیرخانه کې موقعيت لري، دوه لاټونو (6008400) شپږ ميليونه اته زره څلور سوه افغانيو په مجموعي قيمت ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.