د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا!

ameen_admin
bdsjfbjsdf

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د ۲ لاټونو په ګډون پنځو تحصيلي بنسټونو( غور، دایکندي، فراه، بادغیس او نورستان) لپاره د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو اول لاټ پروژې قرارداد افغانستان فیض ستلایت کمیونیکیشن شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (D-20140)  دی او د افغانستان، کابل مرکزشيرپور کې موقعیت لري، په (2,436,000) دوه ميليون څلور سوه شپږ دېرش زره افغانۍ او د یادې پروژې دويم لاټ د افغان بيسيم مخابراتي شرکت سره، چې د جواز نمبر يې (I-852) دی، د افغانستان، کابل مرکز دارلامان سرک باندې موقعيت لري په (972,000) نهه سوه دوه اویا زره افغانيو ورکړي. 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements