د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا !

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لغمان پوهنتون لپاره د کمپيوټرلب جوړولو پروژې قرارداد، د غزنين باستان لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د (D-39351) شمېره جواز درلودونکی دی . د کابل مرکز اوله ناحيه، دمیوند جادې چهل متره کې د اصلي ځای درلودونکی دی، په 4,531,920 ( څلور ميليونه پنځه سوه یو دېرش نهه سوه شل) افغانيو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.