د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 

ameen_admin
sadsdasad


په دې توګه د تدارکاتو قانون د(۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د بغلان ښوونې او روزنې، سمنګان ښوونې او روزنې، د بلخ ساینس او ښوونې او روزنې پوهنځیو لابراتواري توکو او تجهیزاتو تهیه او تدارک پروژه چې څلور لاټونو باندې مشتمله وه، درېيم لاټ يې( د بلخ ساینس پوهنځي) تهیه او تدارک پروژه د المهدي دایکندي د لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د (D-69342) شمېره جواز درلودونکی دی او د افغانستان ـــ دایکندي ولایت په نيلي بازار کې د ابوالفضل نيلي مسجد ترڅنګ موقعيت لري، په (8,255,661) اته ميليونه دوه سوه پنځه پنځوس زره شپږسوه یو شپېته افغانيو ورکړي. 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements