د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا !

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څلورو لاټونو په ګډون د ( هرات، کندز، بلخ او پکتيا) ديني جامعاتو لپاره د ټکنالوژي وسايلو تهیه او تدارک پروژه، د حامد الفا لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د (55846) شمېره جواز درلودونکی دی. د افغانستان ـــ کابل دولسمه ناحيه احمدشاه بابا مېنه کې موقعيت لري..
1- اول لاټ لپاره (هرات ديني جامعات)مبلغ (3,020,300) افغانۍ
2- دویم لاټ لپاره (کندز ديني جامعات) مبلغ(2,909,200) افغانۍ
3- درېيم لاټ لپاره (بلخ ديني جامعات) مبلغ(2,909,200) افغانۍ
4-څلورم لاټ لپاره ( پکتيا ديني جامعات)مبلغ (2,843,200) افغانۍ
د څلورو واړو لاټونو لپاره په ټوليز مبلغ (11,681,900) افغانيو وړاندې شوي دي، ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.